د تبیان د ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د شیعه ټولنې تر منځ د تفرقې او په ځانګړې توګه د سید او هزاره ګانو ترمنځ د اختلافاتو او شخړو رامنځته کول د هغو اشخاصو کار وباله چې د دین او ملي ګټو پر ضد دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو د "مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ په لومړۍ ناسته کې" له رسنیو سره پر ښه اړیکه تنګار وکړه او د وزارتونو له ویاندویانو یې وغوښتل چې د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه هر اړخیز معلومات له هېوادوالو سره شریک کړي.
د ایران د اطلاعاتو او کلتور وزارت په داسې حال کې چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د چاپ شویو کتابونو د خرڅلاو د بندیز په اړه راپورونه ردوي وايي، د کتابونو د ارزونې کمېسیون هېڅکله هم دا ډول پرېکړه نه ده کړې او د ایراني یا افغاني کتابونو په اړه هېڅکله هم بحث نه دی شوی.